
ایکنا نیوز د مسلمون حول العالم ویبپاڼې له قوله راپور راکړی، سره له دې چې روهینګیا ئي مسلمانانو ته د انډونیشیا د حکومت او ځاي ټولنو لخوا پناه ځایونه برابر شوي، دوي لا هم د سخت ژوند له شرایطو سره مخ دي. دوی په دې وروستیو میاشتو کې د بشردوستانه مرستو د کمښت له امله له خورا پیچلو شرایطو سره مخ شوي دي.
د شمیرو له مخې، په انډونشیا کې شاوخوا ۲۰۰۰ روهینګیائي مسلمانان ژوند کوي چې له هغو څخه ۱۳۰۰ تنه ئې په «پکانبارو» ښار کې چې په «ریائو» سیمې کې موقعیت لري، او پاتې ئې په «آچه» او «میدان» ښارونو کې چې په شمال او لویدیځ کې موقعیت لري، مېشت دي.
له ۲۰۲۶ کال راهیسې، پناه غوښتونکي د ورځنۍ اړتیاوو لکه خوراک، سرپناه او د روغتیائي وضعیت د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي چې دا وضعیت ئې د بشري کړکیچ له امله هره ورځ ګواښي.
د نړیوال مهاجرت ادارې د مالي مرستو کمښت هم دغه بحران زیات کړی دی . اوس مهال د دې ادارې مرستې یوازې له هغو کمزورو سره کورنیو چې وړې ماشومې لري، بارداره ښځې اوبوډا کسان لري ، مرسته کوي، او ډېری پناه غوښتونکي ئې له مرستو پرېښودلي دي.
دا وضعیت نړیوالې مرستې ته اړتيا لري څو د دې مسلمانې ټولنې لپاره د یو شرافتمند ژوند کولو لپاره تر ټولو اړین اساسي اړتیاوې تامین شي.
سره له دې چې انډونیشیا د روهینګیائي پناه غوښتونکو په اړه د ملایشیا او تایئلیند په څیر سخت ټآتوبی نه دی، خو د بشري حقوقو اورګانونه لکه د بخښنې نړیواله اداره او د ملګرو ملتو د پناهندګانو عالي کمیشنر له دغه هېواده غوښتنه کړې چې د سمندرګي کې سرګردانه پاتې روهینګیائي پناه غوښتونکو ته د خپل هېواد خاورې ته د واریدیدا اجازت ورکړی دی .
روهینګیا، چې زیاتره ئې مسلمانان دي، د نړۍ تر ټولو ځورېدلې اقلیت بلل شوي دي.
اوس مهال، نږدې یو میلیون روهینګیائي چې نیمائي یې ماشومان دي ،لاهم په بنګله دېش کې د پناه غوښتونکو په کیمپونو کې ژوند کوي، چې هلته دوي اکثراً کار کولو ته نه دي پریښودل شوي، د حرکت په محدودیت کې دي او د بشري حقونو ډلې وايي چې دوی د بشري حقوقوله سرغړونو سره مخ دي.
https://iqna.ir/fa/news/4350062